د لوړو زدهکړو مالي او اداري مرستيال مولوي حافظ محمد حامد حسيب د روسیې د تاتارستان جمهوريت په مرکز کازان ښار کې د ۱۶م نړيوال اقتصادي فورم په څنډه کې جوړې شوې ځانګړې علمي ناستې ته هر اړخيزه وينا وکړه.
ياد وزارت وايي، چې ښاغلي حسيب په دې ناسته کې د لوړو زدهکړو وزارت پيغام وړاندې کړی او د اسلامي هېوادونو تر منځ د علمي او تحصيلي همکاريو، علمي تجربو او نوښتونو پر شريکولو او په پراختيا يې ټينګار کړی دی.
په یاده ناسته کې د تاتارستان د تحصیلي بنسټونو لوړ رتبه مسوولینو او ګڼو علمي شخصیتونو ګډون کړی وو او هر یوه د علم، اقتصاد او ټولنیز پرمختګ اړوند خپل لیدلوري بیان کړي دي.