د ملي دفاع وزارت د وسلهوال پوځ ستر درستيز لومړي مرستيال مالي خان د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د مرستيال مولوي محمد نظامي او يو شمېر نورو مسوولينو په ملتيا د کونړ ولايت اړوند د فرضي کرښې په اوږدو کې له امنيتي پوستو او ولايتي روغتون کې له ټپيانو ليدنه کړې ده.
د يادې قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي وايي، چې د ستر درستیز لومړي مرستيال په دې ليدنه کې د افغان ځواکونو قربانۍ ستايلې او د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ولسونو څخه د کلکې دفاع په تړاو يې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي مالي خان له ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو د دفاع لپاره ژمن دی. د ملي دفاع وزارت د وسلهوال پوځ ستر درستيز لومړي مرستيال همداراز په روغتون کې پر بستر ټپیانو یو څه نغدي پيسې هم وېشلې دي.

