د کندهار د امنیه قومندانۍ وياند ملا اسدالله جمشيد ویلي، چې د ننګرهار د امنيتي ځواکونو په همغږۍ یې ۲ تنه غله نیولي دي.
ښاغلي اسد زیاته کړې چې دې کسانو میاشت وړاندې په کندهار کې اته میلیونه پاکستانۍ کالدارې غلا کړې وې.
ویل کیږي چې له دې غلو نږدې ۲ میلیونه پاکستانۍ کالدارې او دوه فیلډر موټرونه بېرته ترلاسه شوي دي.