د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، د خوست ګمرک هوښیارو او ویښو مسوولينو په یوه وارداتي موټر کې ماهرانه پټ کړل شوي چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د ښاغلي فطرت په وينا، په دغو توکو کې ۲۷۰ کیلو ګرامه باروت، ۱۰۰ کڅوړې ثانیهسوز، ۳۶ قطي پټاکۍ او نور چاودېدونکي توکي شامل دي، چې په ډېر مهارت د ګلګل بېرلونو کې ځای پر ځای شوي و، نيول شوي دي.
د اسلامي امارت مرستيال وياند زياته کړې، چې تورن کسان د نورو څېړنو لپاره امنیتي ارګانونو ته سپارل شوي دي.