د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څه باندې ۱.۵ ميلیونه حاجیان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره منا ته رسېدلي دي.
حاجیان نن د مکې مکرمې له بېلابېلو لارو، تونلونو او پلونو څخه د تېرېدو وروسته منا ته داخل شوي او ټاکل شوې سبا د عرفات ستر مراسم ترسره کړي.
منا د مکې مکرمې او مزدلفې ترمنځ پرته سیمه ده چې له مسجد الحرام څخه شاوخوا اووه کیلومتره واټن لري او حاجیان د ذی الحجې اتمه ورځ هلته تېروي.
بللور، د سعودي عربستان د هوا پېژندنې ادارې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تودوخې درجه به تر ۴۷ سانتيګرادو لوړه شي.
د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخي، سږکال ۳۰ زره افغان حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو د ۹۷ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

