د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکمنستان د برېښنا انرژۍ شرکت مسوولینو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د برېښنا پروژو اړوند خبرې اترې کړي دي.
دواړو لوریو د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې، الوان دښتې او کرکین سب سټېشنونو کې بدلونونو او له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا لېږد (TAP) پروژې په اړه خبرې کړې دي.
ډاکټر عبدالباري عمر د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.
ورتهمهال د ترکمنستان د برېښنا برخې مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ته بلنه ورکړې، چې ترکمنستان ته سفر وکړي او د پروژو د چټکتیا لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ او لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.