د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستيال مولوي عتيقالله عزيزي د ترکيې همکاريو ته په اشارې سره د دواړو هېوادونو اړيکې ښې او دوستانه بللې دي.
ښاغلي عزيزي د عامه کتابتون د دوو تالارونو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړې، چې د افغانستان او ترکيې د فرهنګي او علمي اړيکو د لا پراختيا وخت را رسېدلی دی.
د ياد وزارت د هنر او کلتور مرستيال په فرهنګي چارو کې د دې هېواد له همکاريو مننه کړې او پر دوام يې ټينګار کړی دی.
د ويلو ده، چې په کابل کې د ترکيې د همکارۍ او پراختیا ادارې ټیکا له لوري د یوې میاشتې په موده کې د عمومي او ماشومانو د مطالعې لپاره دوه تالارونه جوړ او پرانېستل شول.