ډېر لوستل شوي

د قتل، غلا او جعل پر تور یو شمېر کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت اړوند له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هرات، ننګرهار، غزني، پکتیا، دایکندي، خوست، اورزګان او سرپل ولایتونو کې د غلا، وژنې او اسنادو جعل په تړاو ۲۳ تنه نیولي دي.

ددغو مجرمینو له ډلې اووه تنه په هرات، پنځه تنه په ننګرهار، څلور تنه په غزني، دوه تنه په پکتیا، دوه تنه په خوست او درې تنه په دایکندي، اورزګان او سرپل ولایتونو کې نیول شوي دي.

وزارت وړاندې ویلي چې دا کسان یې تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا ډېرو څېړنو په پار عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

یاده دې شي چې د امنیتي ځواکونه هېچا ته اجازه نه د ډاډمن امنیت د اخلال اجازه نه ورکوي.

اړوند خبرونه