د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي له چيني او پاکستاني سيالانو سره ګډه ناسته کړې ده.
د یاد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل وايي، په دې ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د راتلونکې شپږمې ناستې په اړه بحثونه شوي دي.
ښاغلي متقي له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيکې مهمې بللې او تمه يې ښودلې، چې راتلوکي کې په يادو برخو کې ښه پرمختګونه وشي.
د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو د لا پرمختګ ډاډ ورکړی دی.
د ويلو ده، په دې ناسته کې درې واړو لوريو د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د ترانزټ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو هوکړه وکړه.