د کونړ د امنیه قومندانۍ مسوولینو ویلي چې ددې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ګټوکلا سیمه کې یوې ټرافیکي پېښې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پېښه د تراکتور او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
دې پېښه کې یو تن مړ او درې تنه ټپیان شوي دي.
یاده دې شي چې ددې پېښې سبب د موټرچلوونکو بې غوري ګڼل شوې ده.