د کابل ـ جلالاباد پر لويه لاره د لغمان قرغيو ولسوالۍ اووم نمبر شهرا سرخکانو پارک ته څيرمه يو کرولا، ټوډي او پاسو ترمنځ ترافيکي پېښه شوې، چې له امله يې د دوو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.
د لغمان امنیه قومانداني د رسنیز دفتر وايي، چې د ترافيکو مديريت مسوولينو د پېښې ځای ته پر وخت رسېدنه کړې او ټپيان يې د ښې درملنې په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي دي. مسوولينو د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی او د پېښې لامل يې هم د موټر چلوونکو بې احتياطۍ ياده کړې ده.