ډېر لوستل شوي

د یوناما له مشرې سره د کډوالو پر اړتیاوو خبرې شوي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې آغلې روزا اوتونبایېوا سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په خبره، په دې کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د یوناما مرستې ستایلي او په وینا یې چې اسلامي امارت په هېواد کې د مرستندویو بنسټونو د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

نوموړي همداراز له یوناما وغوښتل چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند لومړنيو اسانتیاوو په برابرولو کې خپله همکاري روانه وساتي. آغلې روزا اوتونبایېوا د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

اړوند خبرونه