ډېر لوستل شوي

قطر: افغانستان دې د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي

قطر د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس ډلې په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان له خپلې اجنډا بهر نه کړي او د افغانانو د ستونزو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې او بشري مرستې زیاتې کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي، د اسلامي همکاریو سازمان غړي باید د افغانستان په اړه ګډو هڅو، رښتینو خبرو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې قطر د افغانستان د سرپرستو چارواکو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل ملاتړ کوي.

الخلیفي زیاته کړې، قطر به په افغانستان کې خپلو بشري او پراختیايي مرستو ته دوام ورکړي او د ځوانانو او نجونو د زده‌کړو او کار برخې ته به ځانګړې پام‌لرنه وکړي.

اړوند خبرونه