ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې د پاتې برخې د چارو د ښه ترسر کېدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسايطو د تګ راتګ پرمخ له تړل کېدو خبر ورکړی دی.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په همدې موخه د ټولو مسافر وړونکو وسايطو چلوونکي کولی شي، چې له بديل (فرعي) مسير څخه ۲۴ ساعته تګ راتګ وکړي.
نوموړي زياته کړې، چې بار وړونکي وسايطو ته به په نوبتي توګه يوه شپه له شمالي جنوب او بله شپه له جنوبه شمال لوري ته د تګ اجازه ورکول کېږي. د ټولګټو وزارت د يادې پروژې د بريالۍ بشپړېدو په موخه له ټولو د زغم او همکارۍ غوښتنه کړې ده.