ډېر لوستل شوي

سبا په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي 

له پولیو څخه پاک افغانستان اداره وایي چې سبا (دوشنبې د غبرګولي ۵مه) په ټول هېواد کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق کمپاین پیلېږي.

دې ادارې په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په سرپل کې د پولیو ضد واکسین کمپاین نن پیل شوی، چې پکې له پنځه‌کلنۍ کم‌عمره شاوخوا ۲۰۰ زره ماشومانو ته د دې وایروس ضد واکسین تطبیق شوي دي.

له پولیو څخه پاک افغانستان ادارې همداراز له هېوادوالو غوښتي چې د پولیو په له منځه‌وړلو کې برخه واخلي. بلخوا د سرپل مسوولینو هم د دې کمپاین پر تطبیق ټینګار کړی دی. 

د سرپل مرستیال والي، مولوي خال محمد حقاني ټینګار کړی چې په هېواد کې له پنځه‌کلنۍ هېڅ کم‌عمره ماشوم باید د واکسین له تطبیق پاتې نه‌شي. 

د ویلو ده چې افغانستان او پاکستان دوه هغه سیمه‌ییز هېوادونه بلل شوي چې لا هم پکې د پولیو پېښې ثبتېږي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ښايي د راتلونکي ۲۰۲۶ کال لپاره ‘د پولیو د له‌ منځه‌‌وړلو’ پروګرام بودیجه ۴۰ سلنه کمه شي، چې په وینا یې دا د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې روان وضعیت لا ترینګلی کړي.

اړوند خبرونه