د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې سبا (دوشنبې، د غبرګولي ۵مه) په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، ننگرهار، لوگر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنگان، سرپل، بامیان، دایکندی، غور، بادغیس او وردګ ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.
د هواپېژندنې ادارې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
په خبرپاڼه کې همداراز د هېواد په ختیځو، شمالي، لوېدیځو او مرکزي سیمو کې د لنډمهاله چټکو بادونو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې ورښت او سېلابونو د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته پر مرګژوبلې سربېره درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.