د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې په هېواد کې د څارویو «طبق» ناروغۍ تر خپرېدو وروسته د دې وایروس د مخینوي لپاره د یاد وزارت او همکارو موسسو ترمنځ د همغږۍ غونډه شوې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا غونډه د کرنې د کلستر په ګډون له ملي او نړیوالو همکارو موسسو او اړوند ادارو له مسوولینو سره شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست همداراز ویلي چې د «طبق» ناروغۍ په تړاو د همغږۍ په دې غونډه کې د یادې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره پر ګډو حللارو خبرې شوې دي.
طبق هغه وژوونکې وایروسي ناروغي ده چې له موسم سره تړاو نه لري، په دې وایروس زیاتره غواګانې پسونه او نور اخته کېږي.
د ویلو ده چې په څارویو کې د تبې زیاتوالی، ستړیا، په خولو کې یې د دانو راختل، د څارویو وزن کمېدل او له پښو څخه غورځېدل د دې وژونکې ناروغۍ نښې دي.