ډېر لوستل شوي

پروان کې یونیم زر کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي چې په پروان ولایت کې د ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت یو زر او ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. 

یاد وزارت نن (یکشنبې، د غبرګولي ۴مه) امید راډیو ته ویلي چې په پروان کې د څښاک پاکو اوبو دا درې شبکې تر جوړېدو وروسته د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست، ملا محمد یونس اخندزاده لخوا پرانیستل شوې دي. 

سرچینه زیاتوي چې د څښاک پاکو اوبو دا شبکې د پروان په مرکز، چاریکار، شینواري او سرخ‌پارسا ولسوالیو کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي. 

په دغو پروژو کې د ۲۰ تر ۳۰ متر مکعب ظرفیت سره د دریو زیرمو جوړول، د ۵۰۰ نلکو او د ۴۵ لمریزو تختو نصبول او همداراز د ۱۵ کیلو متره پایپ غځول شامل دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت همداراز ویلي چې د دغو شبکو د جوړېدو پرمهال د پروان ولایت لسګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. 

د ویلو ده چې پرون هم په یاد ولایت کې د ۲۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۷۵ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې وې.

اړوند خبرونه