ډېر لوستل شوي

په ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰ زره موټرو ته برېښنايي کارتونه وېشل شوي

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ‘د موټرچلوونکو او موټرو د هویت تثبیت لپاره’ په ټول هېواد کې ښاري موټرو ته د شاوخوا ۵۰ زره برېښنايي کارتونو او کتابچو د وېشلو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند، حمت الله اصفي بېلابېلو موټرو ته د برېښنايي کارتونو د وېش بهیر ته په اشارې ویلي چې تر دې دمه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ زره برېښنایي کارتونه وېشلي دي. 

د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې له اقدام یې موخه د موټرچلوونکو او موټرو د هویت تثبیت دی.

بلخوا په کابل کې یو شمېر موټرچلوونکو هم د دغو برېښنايي کارتونو وېش د ښاري او اطرافي موټرو ترمنځ د نظم په برخه کې مهم بللی او په وینا چې د دې کارتونو په وسیله ورک‌شوي موټر بېرته هم پیدا کېدلای شي.

اړوند خبرونه