د بغلان امنیې قومانداني وايي، د یاد ولایت په «دوشې» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا پېښه پرون د دوشې ولسوالۍ په «بابرقول» سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله شوې، چې پنځه کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي.
د دې پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي بلل شوې او ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په نږدې ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
د ویلو ده چې د ترافیکي پېښو له امله د نارینهوو ترڅنګ وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګژوبله اوړي.