ډېر لوستل شوي

تورخم کې له پاکستانه د ۳۵ مټریک ټنه خوسا کچالو د واردېدو مخه نیول شَوې 

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې په تورخم کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه خوسا او «مرض‌وهلو» کچالو د واردېدو مخه نیولې ده.

دې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي چې دا کچالو د لوګر ـ پکتیا شرکت له لوري واردېدل، خو د قرنطین کارکوونکو تر کتنې وروسته بېرته پاکستان ته ورګرځولي دي. 

د ننګرهار د کرنې ریاست یو ځل بیا د سوداګرو لخوا هېواد ته د معیاري محصولاتو پر واردولو ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې هم له پاکستان څخه افغانستان ته د لسګونه مټریک ټنه خوسا کچالو او «مرض‌وهلو» کچالو د واردېدو مخه نیول شوې او بېرته یاد هېواد ته ورګرځول شوي دي. 

د ویلو ده چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د بې‌کیفیته محصولاتو د وارداتو د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت دریځ وخت ناوخت د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

اړوند خبرونه