روسي رسنیو خبر ورکړی چې د اسلامي امارت چارواکي به په لومړي ځل د مسکو په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې چې د لوړپوړو امنیتي استازو ترمنځ به دا غونډه سبا (سېشنبې، د مې ۲۷ مه) پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې د روسیې په ملي مرکز کې دوام وکړي.
د راپورونو له مخې چې په دې غونډه کې به د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې، برېکس، د شانګهای همکاریو سازمان، او د ګډو خپلواکو دولتونو هېوادونو استازي د امنیتي مسایلو په تړاو خبرې وکړي.
دا به لومړی ځل وي چې د اسلامي امارت چارواکي د مسکو په ۱۳مه نړیواله غونډه کې ګډون کوي.
د روسي رسنیو په راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د دې ناستې په څنډه کې به د ځینو هېوادونو د استازو ترمنځ نارسمي کتنې او بحثونه هم وشي.