ډېر لوستل شوي

سمنګانو ولایت کې بېلابېلې وسلې نیول شوې

د سمنګانو امنیې قوماندانۍ د یاد ولایت په «حضرت سلطان» ولسوالۍ کې د یو شمېر وسلو د کشف او نیولو خبر ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دا وسلې د امنیې قوماندانۍ لخوا د ځانګړو عملیاتو پرمهال ترلاسه شوې چې دوه کلاشینکوف، دوه کربین، دوه شاژر او ۲۱ مرمۍ پکې شاملې دي. 

د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې دا وسلې د یو نامسوول کس لخوا په غیرقانوني توګه ساتل شوې وې.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د وسلو د قاچاق، کشف او ترلاسه‌کېدو راپورونه ورکړ شوي وو.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نامسوولو وسله‌والو پر فعالیت بندیزونه لګول شوي دي.

اړوند خبرونه