ډېر لوستل شوي

پاکستان ته د ۱۲۰۰ کیلو ګرامه مسو د قاچاق مخه نیول شَوې 

د نیمروز امنیې قوماندانۍ د یاد ولایت په مرکز، زرنج ښار کې پاکستان ته د ۱۲۰۰ کیلو ګرامه مسو د قاچاق په تړاو د څلورو کسانو د نیولو خبر ورکړی. 

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر، مولوي فیض‌محمد فیضاني رسنیو ته ویلي چې په زرنج ښار کې پاکستان ته د ۱۲۰۰ کیلو ګرامه مسو د قاچاق مخه نیول شوې ده. 

د مولوي فیضاني په وینا چې دا مس نن (دوشنبې، د غبرګولي ۵مه) د زرنج ښار په مربوطاتو کې کشف او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي هم دي. 

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ مسوولینو همداراز ویلي چې دومره اندازه مس د لېږدوونکو لخوا په ډېر مهارت سره په دوو موټرو کې ځای پرځای شوي وو، او په دې تړاو له نیول‌شویو کسانو څخه څېړنې پیل شوې دي. 

د یادونې ده چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم پاکستان ته د بېلابېلو توکو د قاچاق مخه نیولې او په تړاو یې د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه هم ورکړي دي.

اړوند خبرونه