د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کاپيسا کې د هغو راستنېدونکو افغانانو لپاره چې سرپناه نه لري او يا يې کورونه ويجاړ شوي، د لنډمهاله مېشت غالي د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه شوې ده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د امنیت ټينګښت، د مېشت غالي د سيمې چمتووالی، کاري پلان جوړونه، خېمې، خوراکي توکي، د څښاک پاکو اوبو برابرول، ګرځنده کلينيک، امبولانس او روغتيايي کڅوړو د وېش په ګډون پر بېلابېلو برخو خبرې شوې دي.
د غونډې ګډونوالو د اړينو خدمتونو د برابرولو په برخه کې د بېسرپناه راستنېدونکو لومړنۍ اړتياوو د پوره کېدو په موخه خپل چمتووالی او همکاری څرګنده کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هېواد کې دننه بېځايه شويو او له بهره راستنېدونکو افغانانو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.