ډېر لوستل شوي

د سرحدي پوليسو عمومي رييس د يوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته سفر وکړ

د سرحدي پوليسو عمومي رييس مولوي حزب‌الله افغان د پلاوي په مشرۍ بدخشان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له والي قاري محمد ايوب خالد او د امنيه قوماندان له حاجي ملنګ سره کتلي دي.

د سرحدي پوليسو وياند عابدالله فاروقي وايي، په دې کتنه کې د بدخشان د بندرونو او هوايي ډګر د چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ په موخه هر اړخېزه بحث او د نظر تبادله شوې ده.

بدخشان چې د افغانستان له مهمو سرحدي ولايتونو څخه شمېرل کېږي، د تاجکستان، چين او پاکستان سره ګډه پوله لري.

اړوند خبرونه