د غور امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۳ زره کیلو ګرامه زیات بېلابېل نشهيي توکي راټول او سوځول شوي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر، مولوي خدایرحم حارث رسنیو ته ویلي چې په دغو نشهيي توکو کې ۷۴۸ کیلو ګرامه ایف، ۲٫۵ کیلو ګرامه تریاک، دوې بوشکې شراب، ۱۸ کیلو ګرامه د چرسو دانې، ۶۶۶ کیلو ګرامه د تریاکو دانې، ۱٫۵ کیلو ګرامه شیشه، ۶۵ بوجۍ سود شامل وو، او نن (سېشنبې، غبرګولي ۶مه) سوځول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې دومره اندازه بېلابېل نشهيي توکو له مرکز او ولسوالیو راټول او په فیروزکوه ښار کې اور ورته اچول شوی دی.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې بېلابېل نشهيي توکي کشف او په تړا یې د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه ورکړ شوي دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر کښت، کارونې، قاچاق او نور کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې د دې توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.