ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو په ابودجانه لېوا کې د ۶۰۰ میله سپکو او درنو وسلو د ترمیم خبر ورکړی دی.
د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا وسلې د ٢٠٥ البدر قول اردو اړوند درېیمې پلې ابودجانه لواء د پنځم اکمالاتي کنډک د وسلو په ورکشاپ کې د تخنيکي او مسلکي پرسونل له لوري ترميم او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا ۶۰۰ سپکې او درنې وسلې د تیرې ادارې پر مهال تخريب شوې وې، او له تېر یو کال راهیسې بېرته ترمیم شوې دي.
ملي دفاع وزارت همداراز ویلي چې په ترمیم شویو وسلو کې ۴ دوميله، ۹۰ دهشکې، ۸ زيکويک، ۸۰ توپونه، ۲۰۰ پیکا او ګڼې نورې وسلې شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې د یادې لېوا د وسلو په ورکشاپ کې تخنيکي او مسلکي پرسونل تر دې مخکې هم زرګونه میله سپکې او درنې وسلې ترمیم کړې وې چې بیاځلي ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.