د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د روسیې د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې له افغانستانه د خطر انګېرل بېځایه اندېښنې دي.
ملا حمدالله فطرت ټینګار کړی، چې “په افغانستان کې هېڅ ډول خپلسري ډلې شتون نه لري، او له دې خاورې هېچا ته هېڅ ډول خطر نهدی متوجه.” ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې د شلو ترهګریزو ډلو د موجودیت مفکوره د امریکایي اشغال پر مهال خپره شوې وه، چې هغه مهال یې استخباراتي موخې تعقیبولې.
دا په داسې مهال ده، د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې هم ډاډ ورکړی، چې افغانستان یو خپلواکه، با ثباته او امن هېواد دی او هیڅ بل هېواد ته ترې تحدید نشته.