د سرحدي پوليسو عمومي رييس مولوي حزبالله افغان د هېواد شمال ختيځ ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان له اشکاشم ځمکني بندر څخه ليدنه کړې ده.
د سرحدي پوليسو وياند عابدالله فاروقي وايي، چې ښاغلي افغان د اشکاشم کميسارۍ له مسوولينو سره د خبرو ترڅنګ د ټولو اداري خونو او پوستو څخه ليدنه کړې او اړوند مسوولينو ته يې لازمې سپارښتنې کړې دي. د ويلو ده، یاده ليدنه په داسې مهال ترسره شوي چې د سرحدي پوليسو عمومي رياست نظامي مرستيال مولوي عبدالمنان حسان او د بدخشان ولايت د دفتر رييس حاجي اسد يې هم ملتيا کوله.