د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې مسوولینو نن په دغه ولایت کې د کانکور ازموینې د پیلېدو خبر ورکړی.
د دغه ولایت د لوړو زدهکړو موسسې رییس، مفتي ضیااحمد صارم ویلي چې د لوګر ښوونځیو له ۲ زره ۵۰۰ فارغینو څخه به کانکور ازموینه په دریو ورځو کې واخیستل شي.
بلخوا د ازموينو ملي ادارې ویلي چې د ۱۴۰۴ کال کانکور ازموينه به په پنځو پړاوونو کې د غبرګولي له اوومې د سرطان میاشتې تر شلمې پورې واخیستل شي چې په لومړۍ مرحله کې ميدان وردګ، پروان، پنجشېر، پکتیکا، غور، دايکنډي، لوګر، کاپيسا، غزني، بغلان او باميان ولایتونه شامل دي.
د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو له مخې چې سږ کال به له ۱۱۲ زره ډېر نوماندان د لوړو، نيمه لوړو زدهکړو او ماسټري پروګرامونو ته جذب شي.
په ورته وخت کې د لوګر مرستیال والي، مولوي محمدانور دینپرور په عصري زدهکړو کې د ځوانانو پر پرمختګ ټینګار کړی او د ښوونځيو او پوهنتونونو ښوونکو ته سپارښتنه کړې چې په رښتنیې توګه هېواد ته د خدمتکولو په روحیه زدهکوونکي او محصلین وروزي.