د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمداسحاق صاحبزاده په ايران کې د منځني ختیځ د رېل پټلۍ ټولنې (UIC RAME) په ۳۵ مه غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
ياد وزارت وايي، چې ښاغلي صاحبزاده د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې د تېر کال مهم پرمختګونه، روانې پروژې او راتلونکي پلانونه تشریح کړي او د هېواد جغرافیایي موقعیت ته په اشارې، افغانستان یې د سیمې د نښلولو مهم دهلیز بللی دی.
د وسپنې پټلۍ مرستيال د يادې غونډې په څنډه کې د ایران د رېل ادارې له مشر ډاکټر جبار علي ذاکر سره په دوه اړخیزو همکاریو او د خواف – هرات کرښې د انتقالاتو پر زیاتوالي هم خبرې کړې دي. د ټولګټو وزارت په دې غونډه کې د افغانستان فعال ګډون د سیمهییزې همکارۍ د پراختیا او د سیمې د ټرانزیټ اتصال په برخه کې د اغیزمن رول لوبولو لپاره ژمنتيا بللې ده.