ډېر لوستل شوي

امیرالمؤمنین حفظه الله د پکتیکا ولایت د مسوولینو لپاره جوړ شوي یو ورځني سیمینار ته وینا وکړه 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وایي چې امیرالمؤمنین حفظه الله د پکتیکا ولایت د مسوولینو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار کې ګډون او وینا کړې ده.

ښاغلي فطرت په خپله اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د سیمینار ګډونوالو ته د وینا پرمهال د ټولو مسوولینو د خدمتونو ستاینه کړې ده.

د اعلامیې له مخې چې امیرالمؤمنین حفظه الله د دې سمینار ګډونوالو ته ویلي چې الله تعالی په نژدې وختونو کې افغانان په دوو لویو جهادونو کې بریالي کړي او د شریعت د نفاذ لپاره زمینه مساعده شوې ده.

د امیرالمؤمنین حفظه الله په خپلو خبرو کې له ځانځانۍ، بي اتفاقۍ، انډيوالیزم، قومپرستۍ، او د منصب د شوق څخه پر ځان ساتنې ټینګار کړی او مسوولینو ته یې په خپلو منځونو کې د اتفاق، اتحاد، په شریعت استقامت او د خپلو مشرانو د اطاعت سپارښتنې کړې دي.

په اعلامیه کې همداراز د امیرالمؤمنین حفظه الله له قوله مسوولینو ته په خطاب کې ویل شوي خپل نیتونه اصلاح کړي، د علماوو سره ناسته وکړي، تقوا او تواضع اختیار کړي او له خلکو سره ښه چلند وکړي. 

د ویلو ده چې په دې یو ورځني سیمینار کې د پکتیکا ولایت والي، مرستیال والي او د یاد ولایت د علماوو شورا رییس د ریاستونو رییسانو، ولسوالانو او د حوزو آمرینو پکې برخه اخیستې وه، او د امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د دعایې په لوستلو پایته ورسېد.

اړوند خبرونه