همدا شېبه د جلالاباد ښار واټونه د زرګونو خلکو د احساس، ایمان او انصاف د غږونو کوربه دي.
په ختيځ زون کې د اميد راډيو خبريال وايي، چې دغه لاريون د غزې له مظلومو مسلمانانو سره د ملاتړ په موخه ستر ولسي، سولهييز لاريون روان دی.
لاریونکوونکي، چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تړاو لري، د «غزه یواځې نه ده»، «د ماشوم وژنه انسانیت وژنه ده»، «فلسطین د امت درد دی» او نورو ورته شعارونو سره، د صهیونیستي ظلم، وحشت او غصب پر وړاندې د خپل مخالفت ږغ پورته کړی.
دوی له نړیوالو بشري سازمانونو، اسلامي هېوادونو او د انصاف له پلویانو غوښتنه کوي چې د غزې د خلکو د ملاتړ په موخه عملي ګام پورته کړي، تر څو دا بشري ناورین پای ته ورسېږي.