د خوست ولایت سلګونه دیني عالمان، ځوانان او عام خلک نن د جمعې تر لمانځه وروسته د جوماتونو له محرابونو څخه د غزې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ ته راپورته شول.
د غونډې ګډونوالو د صهیونیستي رژیم لهخوا د غزې پر بېګناه ماشومانو، مېرمنو او عامو وګړو روانې وحشیانه بمبارۍ وغندلې او له نړیوالو یې وغوښتل چې نور دې چوپ نه پاتې کېږي.
د ګډونوالو په وینا، غزه یوازې یو نوم نه، بلکې د امت اسلامي د زخمونو ژبه ده، او باید هر مؤمن یې له زړګي احساس کړي. په راټولېدنه کې دیني علماوو د قرآن کریم ختم وکړ، دعاګانې یې وکړې او پر اسلامي امت یې غږ وکړ چې د غزې له مظلومو سره یوازې په شعار نه، بلکې عملي ميدان کې هم ودرېږي.