د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې د صهیونیستي رژیم له لوري په غزه کې د روان ظلم او وحشت پر خلاف پراخ لاریون ترسره شوی دی.
لاریونوالو غزه کې روان وحشت غندلی او له نړیوالې محکمې یې غوښتنه کړې چې د بېګناه فلسطیني ولس قاتلان دې د محکمې مېز ته کش کړي.
دغو لاریونوالو د غزې د مسلمانانو درد خپل درد بللی او په وینا یې هلته نوره ټولوژنه د زغم وړ نه ده.
د لغمان اوسېدونکو زیاته کړې چې د ژوند تر وروستیو به د بې ګناه مسلمانانو ننګه کوي او پر عربي هېوادونو یې هم غږ کړی چې د افغانانو په څېر یاد وحشتونه وغندي او خپل غږ تر نړیوالو محکمو ورسوي.
یاده دې شي چې نن په ټول هېواد کې زرګونه تنه د صهیونېست رژیم د ظلمونو د غندنې او د غزې د مسلمانانو په ننګه لویو لارو ته راوتي وو.