ډېر لوستل شوي

د نيمروز ولس هم له غزې سره خپل درد شريک کړ

د نيمروز ولایت لسګونه دیني علما، ځوانان او عام خلک نن د جمعې تر لمانځه وروسته د غزې له مظلومو مسلمانانو سره د ملاتړ په موخه سوله‌ييز لاريون وکړ.

په ياد ولايت کې د اميد راډيو خبريال وايي، لاريون‌والو، د اسلامي جذبې او انساني خواخوږۍ له مخې، د صهيونيستي رژيم له لوري د غزې کلابندي، بې‌رحمانه بمبارۍ او نسل‌وژنه په سختو ټکو وغندله.

دوی له نړیوالو، اسلامي هېوادونو او بشري بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د فلسطین له ولس سره یوازېنی شعارونه بسنه نه کوي، بلکې د سولې په برخه کې بايد ژر او عملي ګامونه دې پورته شي.

اړوند خبرونه