د کابل په پښتونستان واټ کې د غزې د مظلومو مسلمانانو په ملاتړ د لسګونو خلکو ستر سولهييز لاريون دوام لري.
په سيمه کې د اميد راډيو خبريال وايي، لاريونوال د اسلامي او انساني خواخوږۍ له مخې په غزه کې د صهيونيستي رژيم وحشيانه يرغلونه، کلابندۍ او نسلوژنه په سختو ټکو غندي.
لاريونوال د ګڼو شعارونو د بدرګه کولو ترڅنګ له نړیوالو غواړي، چې نور چوپ پاتې نهشي او د فلسطيني ملت د ژغورنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.