ډېر لوستل شوي

د هرات د بادي برېښنا ستره پروژه پرانېستل کېږي

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په راتلونکو څو شېبو کې به د لوړ پوړو چارواکو له لوري هرات کې د بادي برېښنا تر ټولو ستره پروژه پرانېستل شي.

د مسوولينو په وينا، د یادې پروژې ټولیز لګښت ۶۴ میلیونه ډالره اټکل شوی او د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

برېښنا شرکت زیاتوي، چې د دغې پروژې د لومړي فاز کارونه به پیل شي، چې پکې ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا تولید شي.

ټاکل شوې، چې د پروژې له بشپړېدو سره به د هرات د صنعت کارانو د برېښنا جدي ستونزه هواره شي.

د ويلو ده، چې د برېښنا شرکت مسوولين به د دې ترڅنګ نن په هرات کې د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید یوه بله پروژه هم پرانیزي.

اړوند خبرونه