د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره یو نوی ښارګوټی پرانیستل شو.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، یاد ښارګوټی په ۱زر او ۵۱۰ جریبه امارتي ځمکه، چې ۱زر او ۱۴۰ نمرې لري او د اړتیا له مخې په درېیو کټګوریو (۵، ۱۰ او ۱۵ بسوې) وېشل شوی دی. شيخ حمدالله نعماني وايي، چې دا ښارګوټی د اسلامي امارت د پالیسي له مخې د بېسرپناه هېوادوالو لپاره د امن، عزت او استوګنې د زمینې برابرولو عملي اقدام دی.