د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې ریاست اړوندو ادارو کې د غزې د ولس په ملاتړ غږ پورته شوی او د اسراییلو صهیونیستي رژیم پر ضد غونډې شوې دي.
د خوست ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویلي چې د پوهنې ریاست اړوند، د مرکز او ولسوالیو په ښوونځيو، مدرسو او ټولو ښوونیزو مرکزونو کې پر فلسطین د صهیونیستي رژیم بریدونه په کلکه غندل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو مدرسو او ښوونځیو ښوونکو او زدهکوونکو په خپلو شعارونو، لیکلو پیغامونو او ویناوو سره د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د غزې د مظلوم ولس د ژغورنې لپاره بېړنی اقدام وکړي.