ډېر لوستل شوي

له اختر وروسته د سالنګونو لار د هر ډول بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل کېږي

ټولګټو وزارت وایي چې د سالنګونو لویه لار د بیارغونې په موخه د غبرګولي میاشتې له ۲۰مې نېټې وروسته د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل کېږي.

د دغه وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس په اېکس پاڼه لیکلي چې دا لاره به د کاري پلان تر بشپړېدو پورې تړلې وي. 

د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو، سوداګرو او موټرچلوونکو ته د اسانتیاو برابرولو په موخه د اصلي مسیر په یو خط کار کوي او له بل خط څخه هر ډول لنډیو بار وړونکو وسایطو ته په نوبتي ډول یوه شپه له شمال څخه جنوب او بله شپه له جنوب څخه شمال لوري ته د تګ اجازه ورکوي.”

ښاغلي حق‌شناس دا هم لیکلي چې د «۳۰۳، ۴۰۴، ۵۸۰» په ګډون مسافر وړونکي وسایط د یادې لویې لارې له چمتو شوي بدیل (فرعي) مسیر څخه له دواړو خواوو ۲۴ ساعته تګ راتګ کولای شي. 

د ټولګټو وزارت د دې لارې د رغنیزو چارو تر بشپړېدو پورې د هېوادوالو د حوصله‌مندۍ غوښتنه کړې او له درنو هېوادوالو یې غوښتي چې په دې برخه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

اړوند خبرونه