ډېر لوستل شوي

متقي او «دیمیتري ژیرنوف» د روسیې او افغانستان د اړیکو پر نوي پړاو غږېدلي

په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر، دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو خبرې اترې شوې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې د اړیکو پر نوي پړاو، کازان غونډه کې د شوو تفاهماتو او دوه‌اړخیزو کاري کمېټو بحثونه شوي دي. 

د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر ته د روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت سپارلی او هیله یې ښودلې چې د ډیپلوماتیکې کچې له لوړېدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شي. 

بلخوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د روسیې له فدراسیون سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی، او ویلي یې دي چې په دې پړاو کې دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزې همکارۍ پر پراختیا وتوانېږي.

اړوند خبرونه