ډېر لوستل شوي

د حج او اوقافو وزیر په «ندوة الحج الکبری» کنفرانس کې ګډون کړی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې د یاد وزارت سرپرست، شیخ نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان په یو نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. 

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د «ندوة الحج الکبری» په نوم په دغه نړیوال کنفرانس کې د اسلامي سازمانونو رییسانو، د اسلامي نړۍ پوهانو، د اسلامي هېوادونو د حج وزیرانو او د سعودي عربستان دولتي مسوولینو ګډون درلود. 

د خبرپاڼې له مخې، دغه نړیوال کنفرانس هر کال د حج اداکولو پر وخت د شرعي او فقهي مسایلو د څېړلو په موخه په سعودي عربستان کې جوړېږي، او د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه د حج وزیران او نور ګڼ شمیر مسوولین او علما‌ء وربلل کېږي.

بلخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه کنفرانس اساسي موخه دا وي چې په حج کې شرعي او فقهي مسایلو ته پام وشي او د وضع شویو قوانینو او لوایحو مراعات وشي، چې په وینا یې تر څو د حجاج کرامو لپاره د مناسکو د اداء کولو اړوند مناسب چاپیریال او لازیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

اړوند خبرونه