ډېر لوستل شوي

د نوي کېدونکو انرژیو نړیوال کنفرانس؛ افغانستان خپلې تګلارې او اړتیاوې بیان کړې

د اوبو او انرژي وزارت یو پلاوي د ایران په بلنه د نوي کېدونکو انرژیو شپږم ملي جایزه، نهم نندارتون او نړیوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.

ياد وزارت وايي، په دې کنفرانس کې د افغانستان د نوي کېدونکو انرژیو سیاستونه، کورنۍ وړتیاوې، د پانګونې فرصتونه او د نړیوالې همکارۍ اړتیاوې تشریح شوې.

د افغانستان پلاوي له یو شمېر ایراني شرکتونو سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې، چې ځینو شرکتونو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د غبرګولې مياشتې په درېيمه او څلورمه نېټه د متخصصینو، د پوهنتون استادانو او د بېلابېلو هېوادونو د خصوصي شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره شوی.

اړوند خبرونه