کورنیو چارو وزارت د پنجشیر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي کېمرو د نصب خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن (دوشنبې د جوزا ۱۲مه) په خبرپاڼه کې ویلي، د ولسونو د لا ښه امنیت او ارامۍ لپاره د پنجشیر ولایت په بېلابېلو سیمو کې امنیتي کېمرې نصب شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د دې کېمرو د پرانیستې په مراسمو کې د پنجشیر امنيې قوماندان، الحاج قاري احمدالله بدر، د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست نظامي مرستیال، مل پاسوال انجینر صلاح الدین او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې په پنجشیر کې به د امنیتي کېمرو له نصب وروسته د جنایي جرمونو کچه نوره هم راټیټه شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو لویو ښارونو کې د امنیت د ټینګښت او جرمونو د مخنیوي په موخه امنیتي کېمرې نصب شوې وې.