د ننګرهار پولیسو په تېرو درېيو میاشتو کې د جلالاباد ښار په نهه ګونو ناحيو او ۲۲ ولسواليو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو لسګونه تورن کسان، وسلې او نشهيي توکي نیولي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ مسوولينو په يوه رسنيز کنفرانس کې ويلي، چې نيول شوي تورن کسان د پوليسو له لوري تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي او پاتې نور کسان به هم له دوسيو بشپړېدو وروسته قانوني مراجعو ته وسپارل شوي.
د پولیسو په وینا، دا اقدامات د ښار او ولسوالیو د امنیت ټينګښت او د قانون د حاکمیت په موخه ترسره شوي، او دغه لړۍ به لا هم دوام ولري.