عدلیې وزارت وايي چې د ننګرهار په «سرخرود» ولسوالۍ کې ۱۲۳۲ جریبه ځمکې دولتي تثبیت شوې ده.
یاد وزارت نن (دوشنبې، جوزا ۱۲مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې دا ځمکه د ننګرهار د «سرخرود» ولسوالۍ په «فتح اباد او خیراباد» سیمو کې د «حاجي قدیر ښارګوټي» په نوم موقعیت لري.
د خبرپاڼې له مخې چې دا ځمکه اختصاصي محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره دولتي تثبیت کړې ده.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیوی شوی دی.