ډېر لوستل شوي

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند بایللی

د جوزجان امنیې قومانداني وایي، د یاد ولایت په «خانقا» ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. 

د امنیې قوماندانۍ ویاند، قاري عبدالستار حلیمي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه نن (سې‌شنبې، غبرګولي ۱۳مه) د دوو موټرو د ټکر له امله شوې او شپږو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  

د ښاغلي حلیمي په وینا چې په مړو شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي. 

د جوزجان امنیې قوماندانۍ مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې او ویلي یې دي چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي. 

تر دې مخې د بغلان په «خنجان او دوشې» ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او اته نور ټپيان شوي وو.

د تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه