د لغمان ولایت مقام د لوی اختر په مناسبت د یاد ولایت له مرکزي بندخونې د ۹۱ بندیانو د خوشېکېدو خبر ورکړی.
د دغه ولایت د والي ویاند، عبدالمالک نیازي ویلي چې په خوشېشویو بندیانو کې څلور ښځې او پنځه ماشومان هم شامل دي.
د ښاغلي نیازي په وینا چې هلته د ۵۳ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.
تر دې مخکې د لوی اختر په مناسبت د ننګرهار له مرکزي بندخونې ۳۱۷ بندیان خوشې شوي وو.
د ویلو ده چې د امیرالمومنین حفظه الله په ځانګړي فرمان د ځانګړو ورځو په مناسبت هغه بندیان له بندخونو خوشې کېږي چې د بند موده یې کمه پاتې وي او د ډېرو نورو د بند موده کمېږي.